؛فقه القرآن ؛ په شلمې پيړۍ کې دیوه لوی شیعه عالم قطب راوندي په قلم سره یو تفسیري اثر دی. دغه اثر په عربی ژبه په دوو ټوکو کې د قرآن کریم د آیتونو دفقې په موضوع کې تالیف شوی دی .په دغه اثر کې مؤلف دقرآڼ کریم د حکامو آیتونو تفسیر او بیانولو ته مخه کړې ده اودا ئې له طهارته رانیولې تر دیات پورې د فقهي کتابتونو بابونه ګرځولي دي.
قطیب الدین سعید بن عبدالله بن حسین بن هبةالله راوندي کاشاني ، په قطب راوندي مشهور،په شپږمې قمري پيؤۍ کې یو لوي شیعه محدث، مفسر ، متکلم ، فقیه ،فیلسوف او مورخ ؤ
هغه د مجمع البیان د تفسیر د خاوندشیخ طبرسی یو شاګر د ؤ و ابن شهر آشوب دهغه یو مشهور شاګرد ؤ. هغه په مختلفو علومو کې ډير تالیفات لري چې په هغو کې ترټولو مشهر الخرائج والجرائح نومیږي. هغه د حضرت بی بی معصومه(س) د حرم په صحن کې خاورو ته سپارل شوی دی.
قطب الدین ، پر پلار سربیره، دنورو ډیرو بزرګانو له محضره استفاده کړې ده .د شیخ صدوق ،سید مرتضي،رسید رضي او شیخ طوسی په څير د شخصیټونو لوي افکار ئې د دوي دشاګرانو څخه د حدیث په نقلولو سره دهغه په لیدتوګې او تفکر کې ځاي کړی دی.
قطب الدین ددغه تفسیر له لیکلو پخپلې انګیزې بیانولو کې داسې وئيلي دي؛ هغه شی چې زه ئې راژوندی کړم څو ددغه کتاب لیکلو ته مخه کړم دا ؤ چې په څيړاندو کې مو دا سې کوم کتاب ونه لید چې په ښه توګه ئې ددغه مهم ارزونې ته مخه کړي وي؛،یعني داسې کتاب چې په هغه کې د قرآن فقه یا دخداوندمتعال خبرې ارزول شوي وي ، نه ؤ. نو دې ته متوجه شوم چې د هغو ټولو آیتونو په باب چې د شرعي احکامو په باب رالیږل شوي دي، د لفظ او معنی او ظاهر او باطن په شان له هغو سره اړونده دټولو بحثونو په باب ارزونې ته مخه کړم.
د تفسیر دغه کتبا ،په نهایت کې مختصر شوی دی. د شیخ طوسی او سید مرتضی علم الهدی له نظریاتو څځه په مولف پراغیرشیندنې سربیره ، مؤلف د استنباط او اجتهاد له قدرته بې برخې ؤ.ځکه په ډيرو موردونو کې وینو چې هغه د یوه قدرتمند فقیه په څير د فقهي او تفسیري بحثونو تحلیل او ارزونه کوي او نوی او تل پاتې نظریات مطرح کوي.
ددغه کتاب یوه بله ځانګړنه هغه ماډرن تلفیق دی چې هغه توانیدلی دی ، په هغو فقهی اوتفسیری نظریاتو کې چې په ظاهره پخپلو کې سره اختلاف لري ، یو ډول غږملتیا رامینځةکړي.